سعودي عربستان: ۸۱ بندیان په یوه ورځ اعدام شول

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان وایي، ۸۱ بندیان‌یې په یوه ورځ اعدام کړي دي. په اعدام شویو کې پر قتل د محکوم شویو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې له سختدریځو ډلو سره‌یې اړیکې درلودې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون شنبه وویل چې په اعدام شویو کې د القاعده شبکې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د حوثي ډلې غړي شامل و.

د دې اژانس په وینا دغه کسان پر مهمو او حیاتي ځایونو د حملو د پلانولو او دې هېواد ته د وسلو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي و.

داسې ښکاري چې دا به په سعودي عربستان کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات ډله‌ییز اعدامونه وي چې په یوه ورځ ترسره کېږي.