د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ترکیه کې خپلې خبرې پیل کړې.
دواړه مشران په داسې حال کې د لومړي وار لپاره په لوړه کچه خپلو کې خبرې کوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوې اوونۍ پوره شوې.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، کولیبا به دې سفر کې د روسیې له خوا د پیل شوېو شخړو پر کمولو او په اوکراین کې د جګړې د بندېدو په باب خبرې وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه ښوولې چې د کولیبا او لاوروف ترمنځ خبرې به په اوکراین کې دایمي اوربند ته لار پرانېزي.
بل خوا د اروپايي ټولنې مشران نن په فرانسه کې جرګه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر اغېزو بېړنۍ خبرې وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، په دې سرمشریزه کې د اوکراین موضوع رهبري کړي.