د کندز ولایت زیات شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي له طالب چارواکو غواړي چې د کندز- خُلم د لويې لارې رغنیز کار بېرته پیل کړي، څو د شمال ختیځ زون ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې ورسره هوارې شي.
د کندز – بلخ د لويې لارې یوه موټر چلوونکي محمدبشیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پخوا موږ د کندز – بغلان له لارې بلخ ته تللو، خو هغه لاره ډېره اوږده ده، پنځه نیم ساعتونو کې بلخ ته رسېدلو. اوس موږ د ایرګنک له لارې بلخ ته تګ را تګ کوو ځکه لنډ بلخ ته وځو، خو دا لاره خامه ده او ډېره خرابه ده. موږ له طالبانو او مرسته کوونکو موسساتو غواړو چې دغه سړک جوړ کړي."
د کندز – خُلم سړک چې څه باندې سل کیلو متره اوږوالي لري، د جوړېدو کار یې کابو لس کاله مخکې پیل شوی و چې مالي لګښت د جرمني د پراختیايي بانک پر غاړه و، خو د ناامنیو او جګړو له امله یې د جوړېدو کار په ټپه ودرېده. اوس چې جګړه پای رسېدلې، خلک د دغې پروژې د کار د بیا پیلېدو غوښتنه کوي.
د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني ډاډ ورکوي چې د دغه مهم او اقتصادي سړک موضوع له اړوند سکتوري ادارو سره شریکه شوې او تمه لري چې رغنیزې چارې به یې بیا پیل شي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا لویه لار ه نه یوازې کندز - مزارشریف سره نښلوي بلکې دا لاره د هرات ولایت او د ایران هېواد له تاجکستان سره هم نږدې کوي.