کویټ وايي، افغانستان سره ۵ میلیون ډالره مرسته وکړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

کویټ وايي، د ملګرو ملتونو د ادارو او د نړیوال سره صلیب د کمېټې له لارې به افغانستان ته ۵ میلیون ډالره مرسته ورکړي.

دا پرېکړه د کویټ صدراعظم شیخ صباح الخالد الحمالد الصباح د کابینې په غونډه کې اعلان کړه او ویې ویل چې د دغه هېواد د امیر په حکم د کویټ حکومت پنځه میلیونه ډالره افغانستان او ۲ میلیونه ډالره اوکراین ته ځانګړي کړي دي.