ناپېژندو وسله والو پرون چهارشنبه(د کب ۱۷مه) ماسپښین په هرات ښار کې د افغانستان د پخواني حکومت یو پوځي وواژه.
په هرات کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو یوه مسوول ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل، وژل شوی کس د افغانستان د پرزول شوي حکومت د ملي امنیت مامور و.
دا پېښه د هرات ښار د اتمې ناحیې په خیراباد سیمه کې وشوه او حمله کوونکي چې پر موټر سایکل سپاره وو، تښتېدلي دي.
د بریدګرو په ډزو یو لاروی هم ټپي شوی دی.