پاکستاني پولیسو په خېبر پښتونخوا کې لسګونه افغان کډوال نیولي

ارشیف، پاکستان کې یو افغان کډوال

ارشیف، پاکستان کې یو افغان کډوال

پاکستاني پولیسو په خېبر پښتونخوا کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

د ډېره اسماعیل خان چارواکو پرون چهارشنبه (د کب ۱۷مه) وویل چې ۴۷ تنه افغان کډوال یې په ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان او ټانک کې په دې تور نیولي چې د سفر قانوني اسناد یې نه لرل.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ځايي رسنیو ته ویلي چې نیولي کسان یې د پېښور محبس ته لېږلي او وروسته به افغانستان ته واستول شي.

ویل شوي چې په نیول شوېو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.