لېتوانیا پرون چهارشنبې(د کب ۱۸مه) پر اوکراین د روسیې د یرغل په اعتراض کې د هغه واټ نوم بدل کړ چې د دغه هېواد په پلازمېنه ویلینیوس کې د روسیې سفارت موقعیت درلود.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ویلینیوس ښاروال وویل چې له دې وروسته به د دې سړک نوم د اوکراین د اتلانو واټ وي.