په غزني کې ګازي بخارۍ د یوې کورنۍ ۳ تنه وژلي.
په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ځای کې د ګازي بخارۍ ګازو د یوې کورنۍ درې تنه نیولي او وژلي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، په مړو شویو کسانو کې پلار زوی او اینګور شامل دي.
نوموړی وايي، دغه پېښه تېره شپه د غزني ولایت مرکز د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په زلزله سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي:" له بده مرغه تېره د چهار شنبې په شپه د غزمي څلورمې امنیتي حوزې اړوند د اوګرې او ملا نوح بابا کلیو ترمنځ په دښته کې په یوه کور کې یو پلار، یو زوی او یوه یې اینګور د ګازو بخارۍ د بې احتیاطۍ له امله په خپله خونه کې په شهادت رسېدلي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مرغومې میاشتې په ۱۵مه نېټه د غزني څنګلوري ولایت پکتیکا د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلي کې د ډبرو سکرو د بخارۍ ګازو څلور تنه نیولي او وژلي وو.
په وژل شویو کسانو کې د سیمې یو مخور ظاهرخان او د هغه درې تنه ملګري چې مېلمانه وو شامل وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سړو سیمو د بې احتیاطۍ له امله ډېری وخت د دا ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.