امریکا: روسیې او بېلاروس ته دې د لوبو د کوربه توب اجازه نه ورکول کېږي

د روسیې او امریکا ګډ بیرغونه

امریکا او متحدانو یې غوښتنه کړې ده چې پر اوکراین له حملې وروسته دې روسیې او بېلاروس ته د هېڅ راز نړیوالو سپورټي لوبو د کوربه توب اجازه نه ورکول کېږي.

دا غوښتنه په هغه اعلامیه کې شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون خپره کړه.

دې هېوادونو همدا راز غوښتنه کړې چې نړیوال سپورتي فدراسیونونه دې د روسیې او بېلاروس د حکومتونو اړوندو شرکتونو لپاره د لوبو د مالي ملاتړ فرصتونه محدود کړي.

دا اعلامیه د متحدو ایالاتونو، بریتانیا، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا، کاناډا او بلجیم په ګډون د ۳۷ هېوادونو چارواکو لاسلیک کړې ده.