امریکايي ولسمشر د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه

ارشیف، د روسیې تېل

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه.ولسمشر جوبایډن وویل، د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده.

په سپینه ماڼۍ کې پرون ولسمشر بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي څو ځله له لویدیځه غوښتي دي چې له روسیې څخه د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګوي.

ولسمشر بایډن څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري.

ولسمشر بایډن وویل چې د پوتین د جګړې په خاطر به بیې لوړې شي، خو ده ژمنه وکړه چې پر امریکایانو به تر وسه-وسه د دې اغېزو د کمېدو لپاره هڅې وکړي.

ولسمشر بایډن دا خبره هم وکړه چې پوتین به کله هم د اوکراین جګړه ونه ګټي: "روسیه ممکن په ډېره وحشتناکه بیه خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي، خو دا خبره مخکې له مخکې روښانه ده چې اوکراین به کله هم د پوتین لپاره یوه بریا نه وي."

د امریکا متحد ایالاتونه نژدې اته فیصده تیل له روسیې څخه اخلي او له روسیې څخه ګاز نه پیري.

د روسیې ګاز د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه اخلي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې دی له دې سره مخالف دی چې له روسیې څخه د ګازو او تیلو صادرات بند شي.

شولڅ ویلي دي چې اروپایي ټولنه له روسیې د انرژي صادراتو ته سخت ضرورت لري. د شولڅ مرستیال رابرت هابیک پرون وویل، تېره اوونۍ ده په واشنګټن کې امریکایي چارواکو ته وویل، د انرژي د وارداتو برخه کې د اروپایي ټولنې دریځ بدل دی.

ټاکل شوې ده چې سبا پاریس ته نژدې په ویرسیلیس کې د اروپایي هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي او دې غونډه کې پردې خبرې وشي چې څرنګه د انرژي په برخه کې پر روسیې اتکا کمولی شي.