په بادغیس کې یوې ۲۵ کلنې ښځې ځان وژنه کړې 

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس موقعیت

په بادغیس ولایت کې یوې ۲۵ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.

په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر، غوث الدین افغان رسنیو ته وویل، دغې ښځې د مرکز قلعه نو په چاکران سیمه کې د خپل پلار په کور کې په ډزو ځان وژلی دی.

د هغه په خبره د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده.

بل خوا د بادغیس د ولایتي روغتون د نرسنګ مدیر، ثنا الله ثابت ازادۍ راډیو ته وویل، دغه مړی د جنايي مدیریت له خوا روغتون ته لېږدول شوی دی.

ویل شوي، دغه ښځه د دوو ماشومانو مور وه.