اسلام اباد پولنډ ته د خپلو اتباعو د د ایستلو په موخه الوتکه ولېږله

پاکستانۍ الوتکه

اسلام اباد نن پولنډ ته یوه الوتکه ولېږله څو هغه ۳۰۰ پاکستانیان چې د اوکراین له جګړې پولنډ ته تښتېدلي، پاکستان ته ولېږدوي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ویلي، د دغو کسانو اکثریت محصلان دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، که څه هم پاکستان ویلي جګړه حل لار نه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې، خو اسلام اباد پر اوکراین د روسیې حمله نه ده غندلې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه څو ساعته وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د حملې امر وکړ، له ولسمشر پوتین سره کتلي وو.

پاکستان تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې پر اوکراین د روسیې د حملې د غندلې لپاره رابلل شوې وه، د دې حملې له غندلو ډډه وکړه.