امریکا، فرانسه، جرمني او بریتانیا به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي

د روسیې بیرغ

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحدو ایالاتونو، فرانسې، جرمني او بریتانیا مشرانو ژمنه وکړه چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر به پر مسکو نور بندیزونه ولګوي، خو داسې نه ښکاري چې له روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به هم په کې شامل وي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړیو فشارونه زیات کړي چې د روسیې پر تیلو دې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رژیم یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، بندیز ولګول شي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر بایډن پرون دوشنبې د ویډیو کنفرانس له لارې له خپل فرانسوي ساري ایمانویل مکرون او د جرمني او بریتانیا له صدراعظمانو اولاف شولتز او بورېس جانسن سره خبرې وکړې او ټولو مشرانو ټینګه اراده څرګنده کړه چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله او غیر موجه یرغل په خاطر به مسکو ته زیات تاوان اړوي، خو سپینې ماڼۍ ونه ویل چې ایا له روسیې د تیلو او ګازو پر وارداتو د بندیز احتمال هم شته او که نه؟.

هاخوا د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک خبرداری ورکړ چې له روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به د نړیوال بازار لپاره ډېرې ناوړې پایلې ولري.

د روسیې تاس خبري اژانس د نوواک له قوله وایي، ویلي یې دي، د تیلو د یوه بېرل بیه به د اټکل خلاف څه باندې درې سوه ډالرو ته اوچته شي.

پرون په نړۍ کې د تېلو بیه په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته ورسېده.

د برنټ د اومه تیلو د یوه بېرل بیه چې پرون ۱۴۰ ډالرو ته رسیدلې وه نن بېرته څه باندې ۱۲۴ ډالرو ته راکښته شوه.