چارواکي: ارزګان کې پر ۴۶۵ هکټاره ځمکه نوي د انځرو بڼونه جوړ شوي

د ارزګان یو تن بزګر

په ارزګان ولایت کې بزګران وايي، دغه ولایت کې د انځرو باغونو جوړولو ښه پایله ورکړې او زیات شمېر وزګارو ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې.

۳۷ کلن رفیع الله چې د ترینکوټ ښار اړوند ده یک سیمه کې یې په خپل پنځه جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړی وايي، پخوا یې په دې ځمکه کوکنار کرل.

دی وايي: "د انځرو باغونه ښه حاصل ورکوي، ترې لاسته راغلې پیسي حلالې دي، د کوکنارو هغې حرامې او ځوانان تباه کوي. د راتلونکي کال لپاره هم نیت لرم چې پر لس جریبه ځمکه د انځرو بڼ جوړ کړم."

دا یوازې زین الله نه دی چې له کوکنارو یې لاس اخېستی او د انځرو باغونو جوړولو ته يې مخه کړې، بلکې دغه سیمه چې له دې وړاندې وچه دښته وه او اوبه يې هم د برمو دي، خو اوس د انځرو پر باغونو ښایسته دي.

د دې ولایت د کرنې اومالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې دغلته په ۴۶۵ هکټاره ځمکه باندې نوي د انځرو بڼونه جوړ شوي دي.

د یادې ادارې د مطبوعاتو مشر قدرت الله حمیدي ازادي راډيوته وویل، د انځرو د لاښه ترویج لپاره مرکزي ادارې ته یې یو طرح ورکړې، څو دغلته د انځرو د باغونو د زیاتېدو لپاره لا نور کار هم وشي.

ښه زیری دا دی چې بزګران وايي، په ارزګان ولایت کې ورځ تر بلې کرنه عصري کېږي او مخ په ښه کېدو روان دي.