چین غواړي چې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي

ارشیف، د چین د بهرنیو چارو وزیر سره طالب چارواکی

چین غواړي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، په دې غونډه کې به د افغانستان د بشري ناورين له کمېدو سره د مرستو ترڅنګ په سيمه کې د امنيتي اندېښنو د حل په اړه خبرې وشي.

تردې مخکې په ايران کې د افغانستان د ګاونډيانو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ورته غونډه جوړه شوې وه.