د برښنا شرکت: د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې د برښنا ستونزه حل کوو

ارشیف؛ په هرات کې صنعتي پارک

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، ډېر ژر به د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې د برښنا ستونزه حل کړي.

هغه اعلامیه چې پرون ناوخته د افغانستان برښنا شرکت خپره کړې ده، په کې راغلي دي چې د برښنا شرکت د سوداګریزې برخې مشر عبدالرحمان رحماني د زرغون کابل ټولنې له صنعتکارانو سره په لیدنه کې وویل چې صنعت د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او د طالبانو حکومت او د افغانستان برښنا شرکت ژمن دي چې د صنعتکارانو د برښنا ستونزه حل کړي.

په دې لیدنه کې د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنې غړو وویل چې د برښنا د نشتوالي له امله ډېرې کارخونې تړل شوي او په سلګونو هغه کسان چې په دې کارخونو کې یې کار کاوه، اوزګار شوي دي.

د زرغون کابل د صنعتکارانو ټولنه د خوراکي توکو د تولید، د درمل جوړولو، پلاستیکي وسایلو او تخنیکي وسایلو په برخو کې فعالېت کوي.

تر دې مخکې د کابل، ننګرهار او خوست د صنعتي پارکونو صنعتکارانو هم د برښنا د نشتوالي له امله شکایت کړی و.