په روسیه کې لاریونونه؛ ۶۹ ښارونو کې ۴۸۴۲ کسان نیول شوي

روسیه

د روسیې په لسګونو ښارونو کې د اعتراضونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر زرګونو ته ورسېد.

دغو کسانو په اوکراین کې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بې­دلیله جګړې په مخالفت کې اعتراضونه کړي دي.

د OVD-Info په نوم یوه څارونکي بنسټ ویلي چې تر نن سهاره پورې د روسیې په ۶۹ ښارونو کې ۴۸۴۲ کسان نیول شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، له دې جملې ۲۳۱۹ کسان یوازې په پلازمېنه مسکو کې نیول شوي دي.

خو د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویاندې ایرینا فولک (Irina Volk) ویلي، ۱۷۰۰ کسان په مسکو او ۷۵۰ نور په سنټ پټرزبرګ ښار کې نیول شوي دي.

هغې د اعتراضونو پر مهال د ټولو نیول شویو کسانو شمېر ۲۵۰۰ یاد کړی دی.