نېټ­ فلېکس او ټیک­ټاک په روسیه کې خپل زیات خدمات ځنډولي  

نیټ فلېکس

نېټ­ فلېکس او ټیک­ټاک شرکتونو په روسیه کې خپل زیات خدمات وځنډول.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په تړاو پر راپور ورکولو د مسکو فشارونه زیات شول.

پرون تر دې مخکې د امریکا د مالي خدماتو د کارټونو امېرېکن اکسپرس شرکت هم په روسیه کې د خپلو فعالیتونو بندولو پرېکړه وکړه.

ټیک­ټاک په روسیه کې د نویو ویډیويي پوسټونو او په ژوندۍ بڼه د ویډیو خپرول بند کړي، نېټ­فلېکس بیا په روسیه کې د خپلو خدماتو د ځنډولو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

نېټ­فلېکس نړۍ کې په انلاین بڼه د فلمونو او ټلوېزیوني سریالونو د خپرولو یو لوی شرکت او ټیک­ټاک د لنډو ویډیوګانو د شریکولو یو اپ دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د رسنیو پر هغو کارکوونکو خپل فشارونه زیات کړي، چې نه دي توانېدلي په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه د کرملین مقررات رعایت کړي.