د افغانستان بانک کابل ته د ۳۲ ملیونه ډالرو بستې د رسېدو اعلان وکړ

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک کابل ته د ۳۲ ملیونه ډالرو بستې د رسېدو اعلان وکړ.

دغه بانک پرون ناوخته په ټویټر باندې د بشري مرستو د دې بستې د رسېدو خبر ورکړ.

د دغه بانک د معلوماتو له مخې، دا د بشري مرستو ١٧مه بسته ده چې کابل ته رسېږي او د افغانستان نړيوال بانک AIB ته سپارل کېږي.

د افغانستان بانک د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له دغه هېواد سره د لازمو بانکي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.