د اټومي انرژۍ نړیواله اداره: د اوکراین 'راپوری جا' د روسیې تر امر لاندې دی

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) پرون د اوکراین د چارواکو په حواله تائید کړه چې د راپوری جا اټومي تاسیساتو مدیریت اوس د روسیې د ځواکونو تر قوماندې لاندې دی.

روسیې د جمعې په ورځ د دغه تاسیساتو د نیولو اعلان وکړ او تر دې مخکې روسي ځواکونو د چرنوبل اټومي تاسیسات هم په خپله ولکه کې اخیستي وو.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې چې په دې تاسیساتو کې راډیو اکټیو مواد د خلکو لپاره جدي زیانونه کولای شي که چېرې خونديتوب او سم مدیریت نه وي.

پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه دولس ورځې تېرې شوې دي.