د پوهنتون استاد باقر محسیني د طالبانو له بنده خوشې شو

استاد باقر محسیني

د سیاسي چارو شنونکی باقر محسیني چې د جمعې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی و خوشې شو.

ښاغلي محسیني ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو له خوا داسې ځای ساتل کېدو چې ونه توانېد وپوهېږي کوم ځای و.

نوموړی وايي، مناسب چلند ورسره شوی او کوم سوء تفاهم چې رامنځته شوی د دواړو لوریو له خوا توضیح او حل شو.

له دې مخکې هم ګڼ سیاسي فعالان او د ښځو د حقونو مخکښې په کابل کې لادرکه شوې وې چې له څو اوونیو زندان وروسته بالاخره ځینې یې د طالبانو له زندانونو خوشې شوې.

په دې ډله کې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خېل او د پوهنتون استاد فیض الله جلال هغه څېرې وې چې بندیانېدو یې ګڼ تُند غبرګونونه وپارول.