په روسیه کې د اعتراضونو پر مهال له ۱۰۰۰ زیات کسان نیول شوي

ارشیف؛ په روسیې د اوکراین د جګړې خلاف لاریون

په روسیه کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال تر زرو ۱۰۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

دغه اعتراضونه په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بې دلیله جګړې پر خلاف شوي دي.

دا خبره د اعتراضونو د څارنې یوه خپلواک بنسټ نن یکشنبه کړې ده.

د جګړې ضد لاریونونه د قزاقستان په لوی ښار الماتې کې هم وشول، چې اعتراض کوونکو په کې خبرداری ورکړ، که جګړه ونه درول شي، قزاقستان به د جګړې بل میدان وي.

د OVD-INFO په نوم د اعتراضونو د څارنې خپلواک بنسټ ویلي، د روسیې په ۲۱ ښارونو کې شااوخوا زر کسان د اعتراضونو پر مهال نیول شوي دي.