د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیې کې خپل فعالیت وځنډاوه 

د ازادي اروپا ازادي راډیو

د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیه کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې د روسیې د مالیې چارواکو د دې راډیو د روسي څانګې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه او پولیسو یې پرخبریالانو فشارونه زیات کړي دي.

دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کیږي چې د روسیې ولسمشرولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړچې له مخې یې هرهغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځ څخه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومیدای شي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي ریس جیمي فلای وویل، دغه پریکړه پردې راډیو پرحقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده.

ښاغلي فلای ویلي، خپلو روسي مخاطبانو ته به د راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي او په دغه وخت کی چې دوی تربل هروخت زیات زموږ ژورنالیزم ته اړتیالري، د رسیدو لپاره به لا زیات له هرپلاتفورم څخه کارواخلي.

د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسیې لپاره له ۱۹۵۳ کال راهیسې نشرات پیل کړي او له ۱۹۹۱ کال راپدیخوا یې په مسکو کې خپله څانګه پرانیستي ده