د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي

د افغانستان په نقشه کې د هرات موقعیت

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ له ۵ غړو سرونه غوڅ کړل شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو رياست د مطبوعاتو مسؤل ثابت هروي ويلي چې دا پېښه وړمه شپه شوې او په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ماشومان، يوه يې ښځينه او بل نارینه دی.

د طالب وياند په وينا د پېښې د عاملانو په اړه پلټنې روانې دي.

ده د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.