زیلینسکي یو ځل بیا له بایډن سره د اوکراین او روسیې پر مسئله خبرې کړي

زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پرون وویل چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې د اوکراین د اقتصادي او امنیتي ملاتړ او پر روسیې د بندیزونو د دوام په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي زیلینسکي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له ولسمشر بایډن سره یې د پر له پسې مکالمو په دوام کې له نوموړي سره بیا خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ له اعلان سره سم، د دواړو ولسمشرانو خبرو نیم ساعت دوام وکړ.