په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره تړلي پوهنتونونه له ډېر ځنډ وروسته بېرته پیل شول خو ځینې محصلان وايي، د پخوا پرتله یې کم ټولګیوال پوهنتون ته ورځي، ځکه وروستیو سیاسي بدلونونو او د ډېرې مودې لپاره د پوهنتونونو تړل کېدو ځینې محصلان بې انګېزې کړي او له زده کړو سره یې علاقه کمه شوې ده.
د ځوان فکر د دې اوونۍ خپرونه کې د پوهنتونونو د بیا پيل په مناسبت په دې غږېږو چې ولې محصلان د زده کړو په وړاندې بې انګېزې شوي؟
او څه باید وشي چې محصلان بېرته په ډېرې علاقې او انګېزې پوهنتونونو ته لاړ شي او په ښه ډول خپل درسونه ووايي؟
د خپرونې مېلمانه مو د پوهنتون دوه استادان انجینر حضرت الله پکتین او نجیب الله بهادر او محصلان نورالله جلالزی، ډېوه سهاک او احسان الله محسن دي.
دا بحث دلته واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5