د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال: غواړو ۳۵۰زره کسیز پوځي ځواک جوړ کړو

وسله وال طالبان

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، حکومت یې د ۳۵۰زره کسیز نظامي ځواک د جوړولو اراده لري.

سلام حنفي چې د پولیسو له ملي اکاډمۍ یې د افسرانو او پولیسو په فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل، د دې ځواکونو لګښت د افغانستان له کورنۍ بودجې ورکول کېږي، خو زیاته یې کړه، د دوی امکانات به د تېر په څېر ډېر نه وي.

حنفي زیاته کړه: "نن سیستیکا یا هم نور ملاتړي هېوادونه زموږ له امنیتي ځواکونو سره مرسته نه کوي، خو زموږ ملي بودجه د دې لپاره بسنه کوي. له دې وروسته ستاسې خوراک، ستاسې لباس، ستاسې معاش او ټولې اړتیاوې له ملي بودجې ورکول کېږي."

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال یو ځل بیا له افغانستان وتلیو متخصصو او مسلکي کسانو څخه غوښتنه وکړه چې بېرته خپل وطن ته راستانه شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني چې په لومړي ځل رسنیو ته را څرګند شو دې غونډې ته خبرو کې وویل، سره له دې چې نړۍ ته یې له افغانستانه د هر ډول ګواښ د نه پېښېدو ډاډ ورکړی، خو بیا هم د دوی حکومت د یوه خطر په توګه تعبېرېږي.

سراج‌الدین حقاني له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان د مرستو درېدلی بهیر پیل کړي: "خارجیانو چې د جګړې پرمهال د جګړې د دوام او د وطن د بربادۍ لپاره کومې مرستې کولې، اوس خو د وطن د ابادۍ دي وخت دی، پر تاسې کوم خو چا محدودیت نه دی لګولی."

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو له تېرې شل کلنې جګړې دفاع وکړه او زیاته یې کړه، غوښتل یې د واک لېږد په سوله‌ییز ډول وشي چې ټول اداري سیسټم خوندي پاتې شي، خو په خبره یې؛ دې هڅو پایله نه درلوده.

هغه د طالب وسله‌والو له‌خوا له خلکو سره د نا سم چلند خبره و منله، خو د دې ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

هغه داسې مهال دا ژمنه کوي چې وروستیو میاشو کې د طالب‌وسله‌والو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ ملکیان وژل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني د طالبانو اړوند د حقاني شبکې مشري کوي. هغه ملګرو ملتونو او د امریکا د ترهګرو په تور نوم‌لړ کې دی او امریکا یې په ور سپارلو د لس میلیونه ډالرو جایزه هم اعلان کړې.

سراج‌الدین حقاني موده وړاندې په خوست کې یوې غونډې ته ویلي و، له زرو زیات ځانمرګي برید کوونکي هغه په خپل لاس افغانستان ته د برید کولو لپاره رخصت کړي دي.

د دې بریدونو لویه برخه قربانیان ملکي خلک وو، د بېلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال د مې په لومړنۍ نېټه د زنبق څلور لارې خونړی برید چې مخکني حکومت د حقاني شبکې کار وباله او په کې ۱۵۰ ملکیان ووژل شول او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شول، خو طالبانو دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.