بلېنکن د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې او امریکا همغږي وستایله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روان کړکېچ په ترڅ کې د روسیې پر وړاندې په اقداماتو کې د اروپايي ټولنې او متحدو ایالاتونو د همغږۍ ستاینه وکړه.

انتوني بلېنکن پرون په بروکسل کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:"ډېره په زړه پورې خبره ده چې وینو اروپايي ټولنې د روسیې د یرغل پر وړاندې په څومره چټکۍ سره ګټور ګډ اقدام وکړ. ځینې شیان چې څو اوونۍ مخکې مو د هغو تصور نه شوای کولی اوس ځکه په حقیقت بدل شوي چې دا ټولنه ځواکمنه او یو موټې ده."

بل خوا ناټو د اوکراین هغه غوښتنه چې د روسیې له توغندیو او الوتکو څخه یې د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه رد کړه.

ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له ناټو غوښتي و چې د اوکراین په آسمان کې د الوتنو لپاره د ممنوعیت ساحه رامنځ ته کړي.

د ناټو عمومي منشي پرون وویل، ناټو په دې کړکېچ کې شامله نه ده، خو ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو مسوولیت لري د اوکراین له پولو وړاندې د دې کړکېچ د پراختیا د مخنیوي خبره یقیني کړي.