په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې د امنیت شورا ۱۵ غړو ته په وینا کې وویل، چې نړۍ له یوه اټمي ناورین څخه په لږ توپیر وژغورل شوه.
د لینډاټامس ګرینفیلډ اشاره د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زاپاروژیا د اټمي برېښنا د تولید تاسیساتو ته وه چې د روسيې پوځ ولکه پرې ټینګه کړې.
مېرمن تامس ګرینفیلډ وویل، د روسیې برید د اروپا ترټولو لوی اټمي تاسیسات له یو لوی خطر سره مخامخ کړل.
![په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره لینډاټامس ګرینفیلډ](https://gdb.rferl.org/531a33b9-9ac4-4091-aa74-f74a97c8a8a0_w1080_h608_s.jpg)
په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره لینډاټامس ګرینفیلډ
د دې په وینا دا یوه بې رحمانه او خطرناکه حمله وه چې اوکراین، روسیه او ټوله اروپا کې یې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړ.
پرون سهار روسي توغندي د زاپاروژیا پر تاسیساتو راپرېوتل او د اور لمبې ترې اوچتې شوې.
دې پېښې په ټوله نړۍ کې د خطر زنګونه وکړنګول خو اطفاییې دا اور مړ کړ او چارواکو وروسته وویل چې دا بټۍ خوندي ده.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډ وارډ وویل، داسې اقدام باید نه وای شوی.هغې زیاته کړه چې روسیه باید د اټمي تاسیساتو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي.
![روسي توغندي د زاپاروژیا پر تاسیساتو راپرېوتل او د اور لمبې ترې اوچتې شوې.](https://gdb.rferl.org/01cc0000-0aff-0242-80ee-08d9fd98ef78_w1080_h608_s.jpg)
روسي توغندي د زاپاروژیا پر تاسیساتو راپرېوتل او د اور لمبې ترې اوچتې شوې.
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې رییس رافایل ګراسي په دې اټمي تاسیساتو کې وضعیت په کنایې سره عادي وباله، خو داسې عادي چې د ده په وینا هلته هېڅ شی هم عادي نه دي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا د دې اټمي بټۍ په اړه د لویدیځوالو ویناوې رد کړې او د امنیت شورا پرونۍ غونډه یې د اوکراین له خوا د مصنوعي هېجان د جوړولو لپاره یوه بله هڅه وبلله.
پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله زرګونه کسان مړه او ټپیان شوي او له یو میلیون زیات خلک له دې هېواده وتلي دي.