کونړ کې د وژل شوي ځوان کورنۍد پېښې عاملینو ته ' سخته'سزا غواړي

وژل شوی قاري یاسین

په ختیځ ولایت کونړ کې د هغه زلمي جنازه د سلګونه کونړیانو په برخې اخیستنې ترسره شوه چې تېره ورځ د خپل ورور د واده له مراسمو وروسته د سیمه ییزو طالبانو په ډزو وژل شوي وو.

دی نن دوه بجې د کونړ د مرکز اسعد اباد د دم کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

قاري یاسین چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، تېره ورځ د کونړ د شیګل ولسوالۍ ته په لاره د سیمه ییزو طالبانو له لوري په ډزو اول ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کورنۍ غړي يې وايي، تېره ورځ يې د مشر ورور د واده له مراسمو وروسته غوښتل له خپلو ملګرو سره شیګل ته په چکر لاړ شي، خو د لارې په اوږدو کې يې د طالبانو د پلټنې د یوې پوستې ترڅنګ یو طالب وسله وال سهواً د موټر د اړخ په کوچنی شیشه لګېدلی او وسله وال طالب پرې ډزې کړي دي.

د وژل شوی قاري یاسین جنازه

تره يې ډاکټر منګل ازادي راډيو ته وویل: "دا زموږ د کورنۍ لپاره بیخي زیات سخت غم دی، دا زما کشر وراره وو، ډېر تنکی زلمی وو او بله دا چې زموږ د واده مراسم يې په غم را بدل کړل، خو بس الله انسان ته صبر ورکوي."

که څه هم وړاندې ویل کېدل چې یاد زلمی د موسیقۍ د اورېدو په تور طالبانو وژلی خو تره يې ظاهرا دا خبره رد کړه.

دا پېښه په کور دننه په ټولنیزو رسنیو هم په پراخه کچه غندل شوې ده.

په دې اړه نور: خلک: طالبانو کونړ کې پر ورا والو ډزې کړي، یو وژل شوی ۲ ژوبل دي

د کونړ د ولایتي روغتون مسولینو ویلي، دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو چې یو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او بل يې د نورې درملنې په موخه ننګرهار ته انتقال شوی دی.

د کونړ سیمه ییز چارواکو هم پېښه تاييد کړې او ویلي دي چې د پېښې عاملین نیول شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې پېښې په تړاو د څېړونو د پیلېدو خبره کوي: "دا موضوع تر څېړنې لاندې ده، زه فکر کوم چې پېښه سهواً رامنځته شوې ده، خو تر اوسه هم لا پوره جزئیات نه لرو چې د پېښې اړوند ټول جزئیات راټول شي، بیا يې شریک کړو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د وژل شوي قاري یاسین کورنۍ هم د پېښې عاملینو ته د سختې سزا غوښتونکي دي.

دا پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځپل واکمنۍ له پیل راهیسي څوومه پېښه ده چې په کې د طالب وسله والو په ډزو ملکي کسان وژل کېږي.

له دې وړاندې په کابل ښار کې یو ډاکټر د پلټڼې له یوې پوستې نه له تېرېدو وروسته طالب وسله والو وواژه، دغه شان په یوه بله ورته پېښه کې د شپې یوه پیغله نجلۍ له خپلې کورنۍ چې له واده کورته ستنېده ووژل شوه.

که څه هم د طالبانو حکومت د دغه ډول پېښو عاملینو ته د سزا د ورکولو ژمنې کړې، خو ښايي د قاري یاسین کورنۍ چې د واده خوښي يې په غم بدله شوه، دغه ډول ژمنې درد دوا نه کړي او د غم دا سور داغ يې د عمر تر پایه په زړونو پاتې شي.