اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې

زاپروژیا

اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې ده.

مخکې راپورونه خپاره شول چې دا بټۍ د روسي ځواکونو تر برید لاندې راغلې او اور یې اخیستی.

ګواښ شوی وو که اور مهار نه شي او د دې بټۍ د چاودېدو لامل شي ښايي د چرنوبېل تر چاودنې لس چنده زوروره چاودنه وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دې بټۍ په تړاو تازه له خپل اوکرایني سیال ولودمیر زلنسکي سره خبرې کړي دي.

زاپروژیا د اوکراین لویه اټمي بټۍ ده چې د دغه هېواد له ټول ټال ۱۵ راکتورونه شپږ یې همدلته فعاله دي.