طالبان: نور د عریضو، فیصلو او وثیقو بدل کې له چا پیسې نه اخېستل کېږي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د حکومت عمومي مشر ملاهبت الله اخُندزاده د محکمو د خدماتو د وړیا کېدو امر کړی دی.

د مجاهد په وینا، نور به د عریضو، فیصلو او وثیقو په بدل کې له چا پیسې نه اخېستل کېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو شمېر خلک شکایت کوي چې پخواني قاضیان له دندو لېرې شوي یا یې دندې پرې ایښي او د طالبانو قاضیان په کار نه پوهیږي.