فنلنډ او سوېډن چې د ناټو غړي نه دي وايي چې روسیې ورڅخه غوښتي چې امنیتي تضمین ورکړي.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پکا هاویستو پرون پنجشنبې پلازمېنه هلسنکي کې خبریالانو ته وویل، روسیې لیک ورلېږلی او په هغه کې یې لیکلي، لوېدیځ د خپل امنیت د پراختیا په لړ کې روسیې ته زیان اړولی دی.
د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندې هم وویل، ورته لیک یې ترلاسه کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د سوېډن او فنلنډ د دفاع او بهرنیو چارو وزیران د روسیې لیک ته د ځواب ورکولو په اړه په استکهلم کې غونډه وکړي.