د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې لپاره یو اتحاد جوړ کړ

ارشیف، کابل کې ځینې بې وزله افغان مېرمنې

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتابه لپاره یې یو اتحاد رامنځته کړی دی.

دا اتحاد ۱۰ غړي لري او په افغانستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو ګډه څارنه یې له هدفونو څخه ده.

د اسیا په جنوب کې د بښنې د نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي د دې اتحاد د هدفونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې برخه کې د نهو نړیوالو موسسو له لوري نوی جوړ شوی اتحاد د دې لپاره دی چې دا ۹ ډلې د څېړنو، مستند کولو، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د روانو سرغړونو او همدا راز پر نړیوالې ټولنې د عدالت غوښتلو په خاطر د فشار راوړلو په وسیله په ګډه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه کار وکړي."

د اسیا په جنوب کې د بښنې د نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ډله، د شکنجې ضد نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د ازادۍ کور یا فریډم هاوس، د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ او د لومړۍ کرښې مدافعان په نوم ډله د دې اتحاد غړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته ډېر خراب شوی دی.

طالبانو په دې اړه تردې دمه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول ادعاوې رد کړي دي.