د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونسېف وايي، د افغان ماشومانو لپاره یې ۲ میلیارډه ډالره مرسته غوښتې وه خو په سلو کې یوازې ۱۵ ټوله شوې ده.
د یونسېف مسوولانو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله ټویټرپاڼه یې خپره کړې ده ویلي، د افغان ماشومانو لپاره یې د مرستې غوښتنه چې ۲ میلیارډه ډالره ده، د پیسو د ارزښت له پلوه د دې ادارې په تاریخ کې تر ټولو ستره غوښتنه ده.
په خبرپاڼه کې د هغو کارونو یادونه هم شوې چې د ملګروملتونو دې ادارې افغانستان کې کړي.
یونسېف ویلي، یوازې د سږکال په جنورۍ میاشت کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې دوه میلیونه، ۴۷۵ زره ۵۳۵ تنه له لومړنیو روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.
د یونسېف پر اساس، ۸ میلیونه او ۶ لکه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومانو ته په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی دی.
دې کمپاین ۱۴ ورځې دوام وکړ، خو په لړ کې یې لږ تر لږه ۸ واکسینتوران په کندز او تخار ولایتونو کې ووژل شول.
په دې اړه نور: په کندز کې درېیو بېلابېلو پېښو کې د ۴ مېرمنو په ګډون ۷ واکسیناتوران ووژل شولیونسېف وايي، څه باندې ۲ لکه ۸۱ زره افغان ماشومانو ته یې د زده کړو برخه کې خدمات برابر کړي دي.