کرکټ؛ افغانستان بنګله دېش ته لومړۍ شل اوریزه لوبه وبایلله

د افغانستان او بنګله دېش

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټیمونو نن خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړه.

بنګله دېش بېټېنګ/توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ په ځواب کې یې افغان ټيم یوازې ۹۴ منډې وکړای شوې.

په دې ترتیب افغانستان خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۶۱ منډو په توپیر په بنګله دیش وبایلوده.

دا لوبه د بنګله دېش په میرپور ښار کې وشوه چېرته چې تمه ده راتلونکې شنبه افغانستان او بنګله دېش دویمه شل اوریزه لوبه هم وکړي.