په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي، تردې دمه ۲۰۰۰ افغانان له اوکراینه دغه هېواد ته رسیدلي دي.
دا خبره د یاد سفارت په فیسبوک پاڼه کې راغلي.
هاخوا د پولنډ د صدراعظم دفتر ویلي، د افغانانو په شمول د نړۍ د ټولو هېوادونو هغو اتباعو ته چې د اوکراین له جګړې تښتېدلي ښه راغلاست وايي.
په پولنډ سربېره ګڼ افغانان د اوکراین نورو ګاونډیو هېوادونو سلواک، رومانیا او هنګري ته هم تللي.
پر اوکراین د روسیې جګړه نن اتمې ورځې ته ننوته او د راپورونو له مخې تر یو میلیون زیات کسان چې په کې زرګونه بهرنیان هم شامل دي له اوکراینه بهر وتلي دي.