۳۸ کلنه نرګس د دوو ماشومانو مور ده چې د کابل ښار په ختیځه برخه احمد شاه بابا مېنه کې اوسېږي.
نرګس د اوښکو په تویولو وایي، ژمی پرې ډېر سخت تېر شوی، خو اوس چې یې د ځینو بنسټونو له لارې بشري مرستې ترلاسه کړي، د یو څه مودې لپاره پرې خپل یتیم ماشومان مړولی شي.
نرګس زیاتوي: "ژمی ډېر سخت تېر شو، کور کې به مې دومره څه نه وه چې ماشومان مې وخوري، خو دا شکر اوس چې مرسته راسره شوې هماغه وړه لمدوم، هماغه خواړه خورو."
د نرګس خاوند نشه یي مواد روږدی و او مړ شوی دی، دا وایي د خلکو کورونو کې جامې میځي او صفا کاري کوي، خو دا کار او بار هم دوامداره نه وي.
امین د یوې بلې لس کسیزې بې وزلې کورنۍ سرپرست دی وایي، وزګاره دی او دې ژمي کې یې یو ځل دا بشري مرستې تر لاسه کړي، خو هیله مند دی چې نړیوال یې لا لاسنیوی وکړي: "یو ځل مې مرسته تر لاسه کړه، په هماغو وچلېدو، خو ژوند سخت دی نو که نه موږ به دا مرستو پسې چېرې روان وو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې دیبرا لاینز تازه پرون چهارشنبه د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته کې راپور ورکړ چې ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو په روان ژمي کې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې څخه په ۳۹۷ ولسوالیو کې نژدې شل میلیونه خلکو سره یو څه مرستې کړي دي.
مېرمن لاینز ویلي، هیله مندي شته چې د ژمي تر ختمېدو به بشري اقتصادي ناورین تر یوه اندازې مدیریت کړل شي.
مخکې تردې د ملګرو ملتونو سازمان او ګڼو نورو نړیوالو ادارو روان ژمنی د افغانستان د خلکو لپاره ډېر سخت ښودلی و .
دوی اندېښنې ښودلې وه چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د امریکا له لوري د دغه هېواد د زېرمو په کنګلولو او د مرستو بندېدو سره د دغه هېواد له شپېته سلنه زیات وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې چې دې امله له لوږې سره مخ شوي چې دا بې وزلي او اقتصادي کړکېچ به یې سخت وځپي.