خوشې شوې تمنا: بې عدالتیو سره به مبارزې ته دوام ورکوو

تمنا زریاب پریاني

د تمنا زریاب پریاني په نوم یوه معترضه نجلۍ چې وايي، د جنورۍ له ۱۹مې د فبرورۍ تر ۱۳مې نېټې پورې طالبانو په کابل کې نیولې وه، له خوشې کېدو وروسته ازادي راډیو ته خپل تصویر رالېږلی دی.

طالبانو د اغلې پریاني او د هغې د درېيو خویندو د نیولو ادعاوې په ځلونو رد کړي دي.

خو دې له خپل عکس سره ازادي راډیو ته لیکلي چې په خپل ۲۴ کلن عمر کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ شوې مګر له بې عدالتیو سره به مبارزې ته دوام ورکوي.