د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د بنګله دېش له لوبډلې سره د دغه هېواد د پلازمېنې ډاکې په میرپور لوبغالي کې مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن پنجشنبه د بنګله دېش په کوربه توب د دغه هیواد له ملي ټیم سره د لومړۍ شل اوره سیالۍ میدان ته ووځي.
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې دوې شل اوره سیالۍ وکړي.
تر دې وړاندې د بنګله دېش په کوربه توب دوو ټیمونو درې یو ورځنۍ مسابقې وکړې چې دوې کوربه هېواد او یوه افغانستان وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د دې سیالۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان لوبډله ډاکې ته رسېدلې چې د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبغالي کې دوې شل اوره سیالۍ وکړي. ټیم ښه تیاری نیولې او هیله ده چې ښه نتیجه ترلاسه کړي."
د دوو لوبډلو دوهمه شل اوره سیالي د شنبې په ورځ چې د مارچ میاشتې له پنځمې نېټې سره برابرېږي، په پام کې نیول شوې ده.
دواړه سیالۍ به د میرپور په لوبغالي کې ترسره شي.