د ګوګل اروپايي څانګه د کرملېن د پلوي خبري چینلونو اړوند یوټیوب چینلونه بندوي

ار ټي او یوټیوب

د ګوګل اروپايي څانګه وايي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر د کرملېن د پلوي خبري چینلونو ار ټي او سپوتنیک اړوند یوټیوب چینلونه بندوي.

ګوګل چې یوټیوب‌یې یوه برخه ده، پرون پر ټویټر خبر ورکړ چې دا پرېکړه سمدستي عملي کېږي، خو یادونه‌یې کړې چې وخت په کار دی څو سیستمونه‌یې په بشپړ ډول بند کړي.

همداراز ټویټر اعلان کړی چې پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو له انفاذ سره په یوه وخت کې به د ار ټي او سپوتنیک رسمي حسابونه بند کړي.

د ټویتر د ادارې یوه مسئول چارواکي روېټرز خبري اژانس ته دا خبره تأیید کړې ده.