د بخښنې سازمان د طالبانو له لوري د کور په کور تلاشیو د درېدو غوښتنه وکړه

کابل کې يو شمېر وسله‌وال طالبان

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري په کابل کې د کور په کور تلاشیو د درېدو غوښتنه وکړه.

دې سازمان په یو لړ ټویټونو کې چې پرون‌یې خپاره کړل د یو شمېر رسنیو په وینا لیکلي دي چې طالبان د خلکو شخصي کورونو ته ورننوځي او په کورونو کې وېره خپروي.

د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یاغیانو، اختطافچیانو، غلو او جنایتکارانو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې دا ډول عملیات تر ډېره افغان نجونې او ښځې زیانمنوي.