مارکوس پوتزل: په کابل کې د کورونو د تلاشیو په اړه اندېښمن یم

وسله وال طالبان

د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل ویلي په کابل کې د کورونو د تلاشیو په تړاو اندېښمن دی.

پوتزل چې په دوحه کې مېشت دی او د سفارت چارې له هغه ځایه مخته وړي په دې اړه نن ټوېټ کړی دی.

مارکوس پوتزل لیکلي د کورونو د تلاشۍ پر مهال ګڼ عادي خلک متضرره شوي چې په کې د نړیوالو مؤسسو کارکوونکي هم شامل دي.

هغه ظاهراً طالبان مخاطب کړي او ویلي یې دي:" دا یې سمه لار نه ده چې د افغانانو زړونه او فکرونه وګټئ."

له دې مخکې د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ هم د کورونو په تلاشیو کلکه نیوکه کړې وه او د خلکو وېرول او له هغوی سره تاوتریخوالی یې یو جنایت یاد کړی و.

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت له درېیو ورځو راهیسې په کابل او نږدې ولایتونو کې د کورونو تلاشۍ او تصفیوي عملیات پيل کړي چې وايي هدف یې د امنیت لا ټینګښت او د ناقانونه وسلو او مهماتو ضبطول دي.