تورخم ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر ځنډول شوی

تورخم

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره تورخم ته د یاد وزارت د سرپرست وزیر سفر ځنډول شوی.

په پام کې وه چې نن د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور-الدین عزیزي تورخم ته ولاړ شي او د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مسایلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.‌

د طالبانو د صنعت او سوداګری وزارت وياند مولانا زهير نن ازادي راډيو ته وویل، چې ياد سفر د تخنيکي ستونزو له امله د نن ورځې لپاره ځنډول شوی.

نوموړي تېره ورځ ازادي راډيو ته ويلي و چې افغان پلاوی به طورخم ته په خپل سفر کې د بندرونو د همغږۍ د کمېټې د رامنځته کولو، د بندرونو تاسیسات، په سیمه ییزو پیسو راکړه-ورکړه او د جلال اباد او پېښور ترمنځ د بسونو د ورځني تګ راتګ په موضوعات له پاکستاني پلاوي سره خبرې وکړي.

په دې موضوعاتو د خبرو لپاره داسې مهال ویل شوی و چې له پاکستان سره په بندرونو کې د افغان سوداګرو سوداګريزې او ټرانزیټي ستونزې په دې ورستيو کې زياتې شوې دي.