د کابل د مرکزي سیلو مسؤلان وايي، دې دولتي شرکت د غنمو زېرمه کولو، اوړه کولو او د وچې ډوډۍ بېلابېل ډولونو، ناشته، روټ او کُلچو د تولید په برخو کې فعالیت په عادي ډول پیل کړی.
د کابل مرکزي سیلو رئیس نصرالله منصور ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال په مرکزي سیلو کې ۱۳۳ کسان کار کوي چې ۶ په کې ښځې دي.
ښاغلی منصور زیاتوي د کابل مرکزي سیلو کې اوس مهال په ورځیني ډول له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډوډۍ تولېدېږي او چارواکي یې ژمنه کوي چې دا شمېر لا لوړ کړي.
د کابل مرکزي سیلو رئیس نصرالله منصور
د نوموړي په خبره:" د ډوډیو د تولید شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او هیلهمند یو چې په ورځیني ډول او کال کې ښه عواید ولرو."
ښاغلی منصور زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو د پلور لپاره قرادادونه وکړي چې دا به یې په عوایدو مثبت اغېز ولري.
دوه اوونۍ وړاندې د کابل د مرکزي سیلو مخکېني رئیس خیال محمد ویلي و، د طالبانو حکومت د سیلو په فعالېدو سره کولای شي هر کال نږدې ۳۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه او له دې پیسو ۸ ملیونه افغانۍ خالصه ګټه د دولت بودیجې ته ور اضافه کړي.
د کابل د مرکزي سیلو رئیس نصرالله منصور وايي، دوی اوس مهال خپل تولیدات د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۳۳ فعاله غرفو له لارې په مناسبه بیه او ښه کیفیت پلور ته ايښي.
نوموړی زیاتوي:" کوښښ کوو چې سیلو بشپړه فعاله شي، بیا نورو ولایتونو ته انتقالات کولای شو، هڅه دا ده چې قرادادونه وکړو، موږ بیا ورته رسېدهګي هم کولای شو. "
مرکزي سیلو په لومړي ځل په ۱۳۳۵ کال کې جوړه شوه
ښاغلی منصور زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د دولتي ادارو د اړتیاوو پوره کولو، خلکو ته د کاري فرصت برابرولو او د دولت د عوایدو د لوړوالي په موخه د دې شرکت ظرفیت لا لوړ کړي.
په ورته وخت کې د مرکزي سیلو ځینې کارکوونکي د دې تصدۍ بیا فعالېدو ته خوښ دي، خو ورته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.
د مرکزي سیلو یو کارکوونکی مرتضی وايي "وړاندې چې کوم کارونه ځنډول شوي وو، بېرته پیل شول. ژرنده، ډوډۍ پخول او د اوړو زېرمه کوو. ډېر خوښ یم. "
ها خوا یو شمېر کابل مېشتي هم د سیلو بیا فعالېدو ته هیلهمند او د پراخېدو غوښتنه یې کوي.
کابل مېشتی روحالله وايي"دا فعالیت باید د خلکو لپاره ګټور تمام شي. هیله لرم چې فعالیتونه پراخ شي او لا ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. "
د کابل مرکزي سیلو له ۳۰ کلن ځنډ وروسته فعالیت پیل کړ
مرکزي سیلو په لومړي ځل په ۱۳۳۵ کال کې د غنمو د زېرمه کولو، د غنمو د ژرندې او د ډوډۍ پخولو په برخه کې په ۹۶ جریبه ځمکه کې جوړه او فعالیت یې پیل کړ، خو د کورنیو جګړو پر مهال یې ودانۍ او ماشینونه اغیزمن شول چې او بیا له فعالیت وغورځېده.
د کابل مرکزي سیلو مسؤلان وايي، دا سیلو د ۵۰ زره ټنه غنمو د زېرمه کولو وړتیا لري او وړاندې یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰ تنه غنمو د اوړه کولو وړتیا درلوده.
په مرکزي سیلو کې د ډوډۍ پخلو شپږ داشونه شته چې اوس یې له ډلې یوازې دوه فعال دي او چارواکي وايي، د پاتې نورو د فعالولو په لټه کې دي.
د کابل په ګډون، هرات، بلخ او کندهار هغه ولایتونه چې د سیلو مرکزونه لري.
له دوی یوازې د کندهار سیلو د اوس لپاره فعاله نه ده، خو د کابل د مرکزي سیلو چارواکي وايي،هلته تخنیکي چارې پیل شوې او ژر به دا سیلو هم فعاله شي.