د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاوي نن په تورخم کې سره وګوري

د تورخم لار

ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاوي نن په تورخم کې سره وګوري.

د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي کوي.

د پاکستاني پلاوي مشري به د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود وکړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا ظهیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د بندرونو د همغږۍ د کمېټې په جوړولو، په سیمه ییزو اسعارو باندې پر سوداګرۍ او د د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وشي.