د طالبانو حکومت را روانه میاشت د کرونا، شري او پولیو واکسین پيلوي

ارشیف؛ افغان محصلین د کرونا ویروس واکسین ته ناست دي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې را روانه میاشت په ټول هېواد کې د کرونا، شري او پولیو سراسري واکسین پيلوي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلنو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسین او ځوانانو ته او زړو ته د کرونا ضد واکسین ولګول شي.

د هغه په وينا، د هغو کسانو لپاره چې مخکې يې د کرونا واکسين دوه ډوزونه لګولي، په دغه کمپاين کې به درېیم ډوز یا بوسټر ورکړل شي.

روغتیايي چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ او د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.