طالبان: په تصفیوي عملیاتو کې مو ۹ سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او ۶ داعشیان نیولي 

کلاشینکوفونه

د طالبانو د حکومت ویاند وايي‌ په تصفیوي عملیاتو کې یې نهه سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد پرون په یوه کنفرانس کې دا خبره وکړه.

هغه وویل له درېیو ورځو په کابل او ځینو نورو نږدې ولایتونو کې د تلاشۍ او تصفیې عملیات پيل شوي چې هدف یې د ناقانونه وسلو او مهماتو نیول او د امنیت لا ټینګښت دی.

د مجاهد د معلوماتو په اساس شااوخوا څلور سوه میله سپکه او درنه وسله هم طالبانو ته په لاس ورغلې.

د طالبانو د تلاشۍ د عملیاتو پر څرنګوالي او ترسراوي ځینې کلکې نیوکې هم شوي دي.