اوکراین د ملګرو ملتونو عالي محکمې ته حقوقي دعوه وړاندې کړه

د اوکراین ولسمشر

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، هېواد یې د روسیې په وړاندې حقوقي دعوه د ملګروملتونو عالي محکمې ته وړاندې کړې ده.

دا تر اوسه نده څرګنده چې د کومو مشخصو دلایلو په اساس د روسیې په وړاندې دغه دعوه هاګ مېشتې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې ده.

خو زیلینسکي نن په یوه ټویټ کې یوازې دومره ویلي چې روسیه باید د تیري د توجیه کولو لپاره د نسل وژنې له مفهوم څخه د خپل تعبیر لپاره مسؤله وپېژندل شي.