په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو ۲ ورځینی نندارتون پرانیستل شو

د کورنیو تولیداتو نندارتون

په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون نن یکشنبې د (کب په ۸مه) په ننګرهار کې د خراسان پوهنتون له لوري د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې په همکارۍ پرانیستل شو.

د یاد پوهنتون رئیس طارق کمال د نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل چې په دغه نندارتون کې د هېواد ۳۰ تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته ایښي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

ښاغلی کمال وایي:" په دې کې زموږ سره ۳۰ کمپنیو برخه اخیستي چې په کې زموږ د ملي تولیداتو چې ډېری یې په ننګرهار کې جوړ شوي، نمایش کوي، څو خلک، بهرنیان او ځوانان له دې ملي تولیداتو خبر شي او له همدې تولیداتو په استفادې په ورځني ژوند کې ترویج ورکړي."

په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې ډېری وختونه ځایي صنعت کاران او د تولیدي فابریکو مسؤلان په سیمه کې د برښنا او نورو ستونزو شکایت کوي.

په ورته مهال د ننګرهار د صنعت کارانو ټولنې مشر حاجي تورملنګ د دا ډول نندارتونو په لاره اچول د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې برخه کې ګټور بولي او وایي، په دې سره به دوی و کولای شي چې خپلو تولیداتو ته په اسانۍ بازار پيدا کړي.